د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه باجوړ کې د سیمه ییزو ټاکنو پر مهال د عوامي نیشنل ګوند د پلویانو پر موټر چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې یې اته کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د باجوړ پولیسو ویلي چې دا پېښه په ماموند سیمه کې د پولیسو پوستې ته څېرمه رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه تنه وژل شوي او اته نور ټپيان شوي دي. د پولیسو په خبره په پېښه کې ټپي شوي کسان یې د باجوړ ښاري روغتون ته لېږدولي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی. تر اوسه پورې د چاودنې پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.
































