د روسیې دفاع وزارت د کرونا له ناروغانو سره د مرستې او مراقبت لپاره په دغه هېواد کې د ۱۶ صحرایي روغتونونو پر جوړولو کار پیل کړی دی. روسي رسنۍ وایي، د دفاع وزارت له لوري تر اوسه پورې ۶ دغه ډول روغتونونه جوړ شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دی. دغه روغتونونه په پرمختللو وسایلو لکه رادیولوژي، توموګرافي، ونټیلاټورونو او کمپیوټرونو سمبال دي او نیږدې دوه زره روغتیایي پرسونل پکې پکار بوخت دی. پوتین له کرونا سره د مبارزې لپاره اجازه ورکړې ده چې له دفاعي بودجې هم ګټه واخیستل شي او که اړتیا پیدا شي پوځ به هم مداخله وکړي. پوتین ویلي، له کرونا سره د مبارزې لپاره له دولتي ذخیرو هم ګټه اخیستل کېدای شي. په روسیه کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې تر لس زرو ډېر کسان پر کرونا ویروس اخته شوي دي او ۷۶ یې مړه کړي دي.
































