د افغانستان پخوانی جمهور رئیس حامد کرزی د اسلامي همکاریو د سازمان په غونډه کې د پاکستان د صدراعظم ښاغلي عمران خان څرگندونې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې هڅه او د افغانستان خلکو ته توهین گڼي،همدارنگه دا چې گواکې داعش ډله په افغانستان کې فعالیت لري او له افغانستان څخه پاکستان تهدیدوي د افغانستان خلاف ښکاره تبلیغ بولي ځکه چې په واقعیت کې موضوع کاملا برعکس ده او د داعش تهدید له اوله له پاکستان څخه افغانستان ته متوجه دی.پخوانی جمهور رئیس د پاکستان حکومت ته توصیه کوي چې د افغانستان پر خلاف له تبلیغ او زموږ په کورنیو چارو کې له لاس وهنې په کلکه ډډه وکړي، په بین المللي مجامعو کې د افغانستان په نمایندگۍ خبرې ونکړي او برعکس د یو نېک گاونډي په توگه د دواړو هېوادونو ترمنځ د حسنه او متمدنو روابطو د ایجاد لپاره کوښښ وکړي.
































