امریکا د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له پرېکړو هرکلی کړی دی. د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي ټوماس ویسټ په تازه ټوېټ پیغامونو کې ویلي، په ټوله کې د اسلامي همکاریو د سازمان له غونډې او د افغانستان په اړه ددغه سازمان له پرېکړو هرکلی کوي.
سرچینه وايي امریکا ددې ملاتړې ده چې له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وشي او په دې اړه د اسلامي هکاریو سازمان پرېکړې او غوښتنې د پام وړ دي.
هغه همدا راز دا اقدام هم ستایلی چې د اسلامي همکاریو سازمان به د افغانستان په اړه ځانګړی استازی ګوماري او هغه به له دې هېواد سره د بشردوستانه مرستو د همغږي کولو او تنظیم مسوولیت لري.
































