د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی چې په فیلیپين کې د وروستي خطرناک توپان له امله د مړه شویو کسانو شمېر ۲۰۸ ته لوړ شوی دی. د راپورونو له مخې، د همدې توپان له امله ۲۳۹ کسان ټپيان شوي او ۵۰ نور تري تم شوي دي. د دغه هېواد پولیسو ویلي چې تر اوسه پورې لا په ځینې سیمو کې توپان دوام لري. پولیسو ویلي چې دغه توپان ۷۸۰ زره کسان له خپلو سیمو بې ځایه کړي او تر ۳۰۰ زره ډېر بې سرپناه کړي هم دي. دا توپان د تېرې پنجشنبې په ورځ پيل شوی دی او سرعت یې په ساعت کې ۱۹۵ کیلومټره ته رسېده چې ګڼ کورونه، د برېښنا پایې او پلونه یې له بېخه ایستلي دي.
































