د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانانو/پښتنو په اړه د عمران خان څرګندونې دروغ او له حقیقته لرې دي. نوموړي زیاته کړې ده چې افغانان اصیل او غني فرهنګ لري او هغوی هیڅکله ښځې له خپلو حقه حقونو څخه نه دي بې برخې کړې. پښتین ټینګار کړی دی چې عمران خان باید په خپله دروغجنه خوله د افغانانو اصیل فرهنګ بدرنګه نه کړي او پر بې ځایه قضاوتونو دې د خلکو له احساساتو سره لوبې نه کوي. منظور پښتین څرګنده کړې ده چې د افغانانو تاریخ د ښځو له اتلولیو ډک دی او دا د دې ښکارندویي کوي چې افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ښځې له خپلو حقونو څخه نه دي بې برخې کړي.
































