د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی. د یاد سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طه ویلي چې خپل نږدې کس طارق علي بخیت یې د افغانستان لپاره ځانګړی استازی ټاکلی دی. دغه سازمان څرګنده کړې ده چې بخیت به افغانانو ته د بشري مرستو د همغږي کولو مسوولیت پر غاړه ولري او هڅه به وکړي چې دغه مرستې په مناسب وخت کې مستحقو خلکو ته ورسوي. د اسلامي همکاریو سازمان دا پرېکړه وروسته تر هغه کړې ده چې پرون یې په اسلام اباد کې د افغانستان په اړه یوه غونډه کړې او د یاد سازمان غړو هېوادونو له افغانستان سره پر بشري مرستو ټینګار کړی دی او له نورې نړۍ یې هم له دغه هېواد سره د همکاریو د دوام غوښتنه کړې ده.
































