په پکتیا ولایت کې د افغانستان ا.ا مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې درې پاکستاني وګړي د وسلو د قاچاق په تور نیول شوي دي. د پکتیا ولایت سمه ییزو امنیتي مسوولینو ویلي چې دا درې تنه پاکستاني وګړي د ا.ا د ځواکونو له لوري د دغه ولایت په ځاځي اریوب ولسوالۍ کې نیول شوي دي. د مسوولینو په خبره، له یاد کسانو سره یوه پيکا، اته بمونه او د کلاشینکوف ګولۍ هم ترلاسه شوې دي. چارواکو ویلي چې یاد کسان یې په توقیف کې دي او د لا ډېرو پوښتنو ګروېږنو لپاره د پکتیا ولایت زندان ته لېږدولي دي.
































