د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان د وروستیو څرګندونو غبرګون کې ویلي چې دا د هغه شخصي نظر دی. نوموړي زیاته کړې ده چې ا.ا هیچاته د نورو پر ضد د افغان خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي او دوی خپلو اصولو ته ژمن دی. نوموړي نن په کابل کې خبریالانو سره په خبرو کې اسلام اباد ته د خپل سفر د لاسته راوړنو په اړه ویلي چې دوی د اسلامي همکاریو سازمان د غونډې په څنډه کې د ډیر شمېر اسلامي هېوادونو له استازو سره کتلي دي. د نوموړي په خبره، دوی له یادو هېوادونو غوښتنه کړې ده چې په کابل کې خپل سفارتونه پرانیزي چې په وینا یې هغوی ورسره منلې ده او ښایي په نږدې راتلونکي کې یاد هېوادونه خپلې استازولۍ په کابل کې بېرته پرانیزي.
































