په کندهار کې د احمد شاه بابا تاریخي کور له ویجاړۍ سره مخ دی. دغه کور د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کې موقعیت لري، چې اته میاشتې وړاندې د احمدشاه بابا کورنۍ ته اړوندو کسانو لخوا د کندهار ښاروالۍ ته وسپارل شو. د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست، ددغه کور ځینو نړېدلو برخو ته اندېښمن دی او په دې برخه کې یې له مرکزي حکومت د مرستې غوښتنه کړې ده. د کندهار ولایت اطلاعاتو او کلتور رییس حکمت الله افغان وایي، نه یوازې دا کور بلکې په کندهار کې ډېری تاریخې أبدې له نابودۍ سره مخ دي، چې باید ورغول شي.
































