مسوولین وایي چې سږکال د تېر کال په پرتله هندوستان ته د افغانستان د صادراتو کچه کې لوړوالی راغلی دی. د سوداګرۍ او صنایعو خونې مسوولین زیاتوي چې سږکال له یو شمېر خنډونو او بندیزونو سره سره هند ته د افغان توکو صادرات لوړ شوي دي. خان جان الکوزي ویلي چې افغانستان سږکال تر اوسه پورې هندوستان ته د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت صادرات لري، په داسې حال کې چې تېر کال دغه شمېر شاوخوا ۴۰۰ میلیون ډالرو ته رسېده. هغه ویلي چې هند ته په صادر شویو توکو کې وچه او لنده میوه، قیمتي بوټي او نور توکي شامل دي.
































