راپورونه وایي چې بریتانیا د افغان پوځ د هغو کومانډویانو د جذب په لټه کې ده چې واک ته د ا.ا له رسېدو سره سم له هېواده وتلي دي. بزنس اینسایډر ویلي چې بریتانیا غواړي له یادو پوځیانو څخه په خپل پوځ کې د ځانګړو عملیاتو یو واحد تشکیل کړي. راپور کاږي چې امریکا ډېری هغه کومانډویان له ځان سره ایستلي دي چې په وروستیو کې یې له طالبانو سره سختې جګړې کړې دي. راپور کې دغه راز راغلي دي بلخوا بریتانیا چې د سلګونو افغانانو کوربه دی پلان لري چې د افغان کومانډویانو څخه د خپل پوځ په لیکو کې د ځانګړو عملیاتو لپاره یوه ځانګړې ډله جوړه کړي. د یادونې ده چې اوس هم د بریتانیا په پوځ کې د بهرنیو وګړو یوه ځانګړې ډله شته چې د ګورخا په نامه یادېږي او شمېر یې شاوخوا ۳۵۰۰ ته رسېږي.
































