بریټانیا کې روغتیایي چارواکو ویلي چې په دغه هېواد کې د کرونا وبا نوې بڼه اومیکرون په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده. رویټرز اژانس د بریتانوي روغتیایي چارواکو په حواله راپور ورکړی دی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د دغه ویروس ۱۲ زره تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او تر اوسه پورې پر دغه ویروس اخته ۱۲ کسان مړه شوي هم دي. راپورونه کاږي چې په دې سره په دغه هېواد کې په اومیکرون د اخته کسانو ټول شمېر ۳۷ زره او ۱۰۱ ته لوړ شوی دی. په همدې حال کې د بریتانیا روغتیایي چارواکو د دغه ویروس د لا پراختیا مخنیوي لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه کړې ده او زیاتوي چې که چېرته د دغه ویروس مخنیوی ونه شي نو تر کرونا به ستر ناورین رامنځته کړي.
































