په افغانستان کې په خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېره لوړه شوې ده. د بې پولې ډاکټرانو له لوري په یوه خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په ځینو ولایتونو کې یې په کلینکونو کې د هغو ناروغانو شمېره لوړه شوې چې په خوارځواکۍ اخته دي. سرچینه وایي، وچکالي، ناوړه اقتصادي وضعیت، جګړې او کډوالي ددغه ستونزې د پراختیا سبب ده.
په اعلامیه کې راځي چې د سمو روغتیايي خدماتو نشتون هم ددې سبب شوی چې پر خوارځواکۍ د اخته ماشومانو شمېر لوړ شي. د بې پولې ډاکټرانو روغتیايي بنسټ دغه راز له مرستندویه هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د روغتیايي برخې لاسنیوی وکړي، ځکه دمګړ خلک له پراخو ستونزو سره مخ دي او د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.
































