په فیليپین کې د توپان له امله د مړو شوو شمېر ۳۸۵ کسانو ته رسېدلی دی. د فلیپین ځايي چارواکي وايي چې په توپان کې شاوخوا ۵۰ کسان لادرکه شوي او همدا راز پنځه سووه کسان ټپیان دي. تر څنګ یې نیم میلیون وګړي د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.
توپان د پنجشنبې په ورځ پیل شو او د فیلیپین ګڼ ښارونه یې وځپل. توپان خلکو ته پراخ مالي زیانونه اړولي دي او تر څنګ یې د ګڼو ښارونو ارتباطي لارې او سیستمونه پرې کړي دي. چارواکي وایي چې د مرګ ژوبلې شمېره ښايي ځکه لوړه شي، چې له ډېرو سیمو سره لا هم اړیکه نشته ده.
































