امریکا وایي د تخلیې ماموریت لپاره ځانګړی مهالوېش نشته دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی د هغو کسانو ایستلو ته ژمن دي، چې ژوند یې له خطر سره مخ دی او یا یې د وتلو شرایط پوره کړي وي.
دده په خبره د تخلیې ماموریت د پای لپاره هېڅ راز ټاکلی مهالوېش نشته دی او تر هغه به ادامه ولري چې ټول په شرایطو برابر کسان ایستل شوي نه وي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت تر دې وړاندې هم ویلي وو، چې د تخلیې ماموریت به ادامه لري، ځکه تر دې دمه ګڼ امریکايي وګړي او په شرایطو برابر کسان په افغانستان کې پاتې دي او دوی یې ایستلو ته ژمن دي.
































