سعودي عربستان په یمن کې ددې هېواد پر ستر هوایي ډګر بریدونه کړي دي. د سعودي عربستان په مشرۍ د حوثي یاغیانو ضد ایتلاف وايي چې دوی د ځینو هدفونو د له منځه وړلو لپار د صنعا پر هوايي ډګر هوایي بریدونه کړي دي او په دې ډګر کې یې شپږ سیمې په نښه کړې دي.
ویل کېږي چې په دې بریدونو سره د صنعا هوايي ډګر فلج کړل شوی دی. سعودي عربستان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و، چې مرستندویه بنسټونه او عامه وګړي دې له هوايي ډګر لرې شي، ځکه دوی پر دې ډګر د برید پلان لري.
عربستان ادعا کوي چې حوثیانو له دې ډګر د ورانکاره فعالیتونو لپاره کار اخیست.
































