د سور صلیب نړیوالې کمېټې ویلي چې دغه بنسټ تر اوسه پورې شاوخوا لس زره روغتیایي کارکوونکو ته معاشونه ورکړي دي. یادې ادارې پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه بنسټ په ۲۳ ولایتونو کې د سیمه ییزو او ولایتي روغتونونو شاوخوا ۱۰ زره روغتیایي کارکوونکو ته میاشتنۍ تنخواګانې ورکړې دي. دغې ادارې ژمنه کړې وه چې دوی به په افغانستان کې ټولو روغتیایي کارکوونکو ته د هغوی میاشتنۍ تنخواګانې ورکړي چې د خپلې ژمنې پر بنسټ یې تر اوسه پورې لس زره کسانو ته د هغوی معاشونه ورکړي دي.
































