وروسته تر هغه چې په دې وروستیو کې ایران او نورو هېوادونو ته د افغان کډوالو ورماتېدو اندېښنې راوپارولې، ایران ویلي چې دوی له دې وروسته د افغان کډوالو لپاره د خدماتو د عرضه کولو ظرفیت او وړتیا نه لري. دا څرګندونې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې له مسوولینو سره په لیدنه کې کړې دي. عبدالهیان زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې په افغانستان کې د ژوند اسانتیا ته جدي پاملرنه وکړي څو افغانان د کار او ژوند لپاره له هېواده بهر تګ ته مجبور نه شي. هغه ویلي چې په ایران کې اوس هم په کافي اندازه افغانان شته دي او نور له دغه هېواده د ورتلونکو کډوالو لپاره ځای نه لري.
































