د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي چې مسکو به د امریکا د غیر دوستانه اقداماتو په غبرګون کې مناسب نظامي او فني تدابیر ونیسي. ریانوویسټي اژانس راپور ورکړی دی چې ولسمشر پوتین دا څرګندونې په مسکو کې له دفاع وزیر سره یو ځای یو خبري کنفرانس ته په خبرو کې کړې دي. پوتین زیاته کړې ده چې روسیه به په پرمختللو وسلو د خپل پوځ د سمبالښت لپاره خپلو هلو ځلو ته دوام ورکړي. پوتین دغه راز په نړۍ کې روان نظامي وضعیت ناوړه اعلان کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به له خپله اړخه پوره اقدامات وکړي. پوتین په اروپا کې د امریکا اقدامات پاروونکي بللي دي او زیاته کړې یې ده چې د روسیې پولو ته څېرمه د امریکا د دفاعي توغندویو نسبېدو مسکو اندېښمن کړی دی.
































