قطر د امریکا په بندرونو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کوي. د رسنیو د راپورونو له مخې قطر غواړي په امریکا کې په تېره بیا په ساحلي او بندري سیمو کې پانګونه وکړي او د رېل پټلۍ په برخه کې یې هم پانګونې ته زړه ښه کړی دی.
د قطر حکومت په رسمي توګه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ددې پروژو ځینو امریکايي مشاورینو رسنیو ته ویلي چې قطر ښایي لس میلیارده ډالر په امریکا کې پانګونه وکړي او دا چاره یې د امریکا له شمالي بندرونو پيل کړې ده.
بايډن د خپلې نوې طرحې له مخې غواړي چې ددغه هېواد مهمې زیربناوې په اساسي توګه بیا ورغوي چې دې چارې ته یې میلیاردونه ډالر ځانګړي کړي او قطر هم غواړي ددې پروژې برخه وي.
































