مالیزیا وایي د دې احتمال شته چې ځينې اسلامي هېوادونه د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني. د مالیزیا د بهرنیو چارو وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، د غرب له دریځ ور هاخوا ځینې اسلامي هېوادونه غواړي د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
دده په خبره دمګړی پر همدې مسئله بحثونه روان دي او ښايي دغه هېوادونه ژر خپل دريځ اعلان کړي. هغه د کوم هېواد نوم نه دی اخیستی خو احتمال شته چې په دې ډله کې یو هېواد پخپله مالیزیا وي. سره له دې چې د افغانستان نوي حکومت په ځلونو له نړیوالو د رسمیت پېژندلو غوښتنه کړې ده، خو تر اوس هېڅ هېواد دې ته نه دی تیار شوی چې د افغانستان نوی حکومت په رسمیت وپېژني.
































