د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري د یو تازه راپور په خپرولو سره ویلي چې د ۲۰۲۱ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ایران ته لږ تر لږه ۵۰۰ زره کسان کډوال شوي دي. د یادې ادارې په خبره، د افغان کډوالو د وضعیت ارزولو لپاره ایران ته تللي پلاوي په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د زیاتو مرستو چمتو کولو غوښتنه کړې ده. د دغې ادارې په خبره، دوی له ایراني چارواکو سره په هغه هېواد کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه چې د ایران په کمپونو کې اوسېږي خبرې کړې دي. دغې ادارې ټینګار کړی دی چې نړیواله ټولنه باید د افغان کډوالو د کوربتوب له امله د ایران د خلکو او حکومت ملاتړ ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې واک ته د ا.ا تر رسېدو وروسته د اقتصادي ستونزو له امله ډېری خلکو له هېواده تیښتې ته زړه ښه کړی دی او تر اوسه په زرګونو خلک له هېواده په وتلو توانېدلي دي.
































