د سعودي رسنیو د راپورونو له مخې، د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه بنسټ له لوري له افغانستان سره د مرستې لومړنۍ محموله پاکستان ته رسېدلې ده. راپورونه وایي چې د سعودي دا مرسته به له پاکستان څخه د ځمکې له لارې افغانستان ته ولېږدول شي. سعودي چارواکو ویلي چې دا مرسته به ۲۸۰ زره اړمنو کورنیو باندې ووېشل شي. په اسلام اباد کې د سعودي عربستان سفارت ویلي چې ټاکل شوې ده په ۱۹۲۰ ټنه مرستندویه توکو بار ۲۰۰ لارۍ ژر د ځمکې له لارې افغانستان ته واستول شي. د یادونې ده چې سعودي مخکې تر دې هم له افغانستان سره د خوراکي او غیر خوراکي مرسته کړې او ژمنه یې کړې ده چې ژر به د پاکستان له لارې نورې مرستې هم افغانستان ورسېږي.
































