برېټانیا وایي له افغانستان سره خپلې مرستې ډېروي. برېټانوي ديپلومات کریسټین ترنر په تازه څرګندونو کې ویلي برېټانیا غواړي له افغانستان سره خپلې بشردوستانه مرستې دوه برابره کړي.
دده په وینا برېټانیا له افغانستان سره د ۲۸۶ میلیونه پونډه بشردوستانه مرستې اعلان کړی دی او پر دې به ۷۵ میلیونه پونډه نور هم ورزیاتوي. د ترنر په خبره برېټانیا غواړي په دې سختو شرایطو کې له افغانستان سره خپلې مرستې ډېرې کړي او هڅه یې دا ده چې مرستې یې مستقیم پر اړمنو کسانو ووېشل شي، خو د مرستو په لېږد کې لا هم له ستونزو سره مخ دي.
برېټانوي ديپلومات تمه ښوودلې چې هېوادونه وکړی شي په ګډه په افغانستان کې د روان بشري ناورین مخنیوی وکړي.
































