امریکا او اسراییلو د ایران پر وړاندې د واحد دریځ پر رامنځ ته کولو ټینګار کړی دی. د راپورونو له مخې د امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان اسراییلو ته تللی او هلته یې له اسراییلي چارواکو سره د ایران پر وړاندې پر احتمالي اقداماتو خبرې کړې دي.
په دې لیدنه کې دواړو لورو ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې باید واحد دريځ او ثابته تګلاره رامنځ ته کړي څو دغه هېواد و نه شي کړی اټومي وسلو ته لاسرسی پیدا کړي.
د بایډن د ملي امنیت سلاکار ویلي ایران خپل اټومي فعالیتونه چټک کړي دي، له فرصت ناسمه استفاده کوي او دوی به له اسراییلو سره په ګډه ددغه هېواد پر وړاندې پر وخت اقدام کوي.
































