روان کال هم د تېرو کلونو په پرتله په سوریه کې کورنۍ جګړې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی. د بشري حقونو د څار یوه ډله وایي چې روان کال په سوریه کې ۳۷۴۶ کسان وژل شوي چې د تېر کال په پرتله د پام وړ کموالی ښيي.
سرچینه وایي چې د وژل شوو په ډله کې ۱۵۰۵ کسه یې ملکیان او له دې ډلې بیا ۳۶۰ کسه یې ماشومان دي. د بشري حقونو د څار ډله وایي چې تېر کال په سوریه کې ټولټال ۶۸۰۰ کسان په جګړو کې وژل شوي وو، له همدې امله د روان میلادي کال شمېرې د پام وړ کموالی ښيي. راپور همدا راز وايي چې دا د سوریې په تېره لس کلنه کې په یوه کال کې د وژل شوو تر ټولو ټيټه شمېره ده.
































