د مخابراتو وزارت مسوولین وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې یې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه ۱.۵ میلیارده افغانۍ عواید راټول کړي دي. د یاد وزارت ویاند عنایت الله الکوزي ویلي چې په تېرو څلورو میاشتو کې د مخابراتي خدمتونو له لس سلنه محصول څخه شاوخوا ۱،۵ میلیارد افغانۍ عواید ترلاسه شوي دي. هغه زیاته کړې، په هغو سیمو کې چې مخکې مخابراتي شبکو کار نه کاوه او کوم سایټونه چې بند وو، اوس هغه بېرته فعال شوي او په دې برخه کې پرمختګ شوی دی. هغه څرګنده کړې چې دغه پیسې د حکومت بودجې ته ورځي او د ماليې وزارت له لوري لګول کېږي.
































