ازبیکستان له افغانستان سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو مرسته کړې ده. د ازبیکستان له لوري افغانسان سره د خوراکي او غیر خوراکي توکو بشري مرسته د حیرتان بندر له لارې مزار شریف ښار ته را رسېدلې ده. دا مرسته د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال عباس ستانکزي په حضور کې ځایي چارواکو ته سپارل شوې ده. ازبیکستان ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي او دغه راز یې پر نورو هېوادونو هم غږ کړی دی چې په دې حساسو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوي ته راودانګي.
































