د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې په دې هیواد کې د افغانانو د ځای پر ځای کېدو پروګرام د ۲۰۲۲ کال د جنورۍ په میاشت کې پیلیږي چې له مخې به یې ۲۰ زره افغانان په بریتانیا کې میشت شي. د بریتانیا د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې راغلي، هغه افغانان چې په افغانستان کې یې له بریتانیې سره همکاري کړې، د ډیموکراسۍ، میرمنو د حقونو، بیان آزادۍ او د قانون د حاکمیت دفاع یې کړې او د میرمنو او نجونو په شان هغه کسان چې په شدیده توګه د خطر سره مخ دي او د اقلیتونو ډلې او کورنیو ته یې په دې پروګرام کې لومړیتوب ورکول کیږي. د بریتانیې د کورنیو چارو د وزارت په اعلامیې کې راغلي هغه کسان چې د دې پروګرام له لارې بریتانیې ته ځي، هماغه شان جدي امنیتي څیړنې ترې کیږي چې د نورو برابرو شریطو له مخې دې هیواد ته مهاجرت کوي. بریتانیه دا اعلان په داسې حال کې کوي چې جرمني هم ویلي د افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي. د جرمني د بهرنیو چارو نوې وزیرې انالینا بایربوک ویلي چې له افغانستان څخه د زرګونو هغو افغانانو د ایستلو بهیر چټکوي چې د دې هیواد د پوځ یا حکومت سره یې په افغانستان کې کار کړی او یا یې په افغانستان کې ژوند په خطر کې دی.
































