پخوانی ولسمشر حامد کرزی وايي، په تېر کې ټولو ښکېلو لورو ظلمونه کړي، خو اوس د دې وخت دی، چې طالبان د یو واقعیت په توګه ومنل شي او نړۍ ورسره تعامل وکړي. حامد کرزي له سي اېن اېن سره په مرکه کې ویلي دا چې تېرو وختونو کې ټولو لورو عام افغانان ځورولي نو له همدې امله یې په تېر کې طا لبانو ته د ورونو خطاب وکړ، څو افغانان نور د پردیو جګړو قرباني نه شي. نوموړی وایي اوسمهال دی او ډاکټر عبدالله عبدالله، د طالبانو له چارواکو سره لیدنې کتنې لري او اوس د دې وخت دی چې طا لبان هم هغو افغانانو سره اړیکې ونیسي چې د مختلفو دلایلو له امله له هیواده وتلي دي. کرزي ویلي اوس د دې وخت رارسېدلی چې نړیواله ټولنه له طالبانو سره کار وکړي تر څو د میلیونونو خلکو د لوږې مخنیوی وشي. هغه زیاته کړې، نړیواله ټولنه باید له اړمنو افغانانو سره مرستو ته لومړیتوب ورکړي او بې باورۍ ته د پای ټکی کېږدي.
































