ازبکستان د ترمذ ـ تورخم ریل پټلۍ په غځولو سره غواړي افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي. دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبکستان د ولسمشر ځانګړي استازي عصمت الله ایرګشوف په حیرتان بندر کې افغانستان ته د بشري مرستو د سپارلو په موخه جوړ شویو مراسمو کې کړي. نوموړي دغه راز ویلي، چې هېواد یې افغانستان سره بشري مرستو ته ژمن دی او له ترمذ څخه مزارشریف ـ کابل ـ تورخم او پېښور ته د ریل پټلۍ غځولو له لارې غواړي چې افغانستان په ټرانزیټي مرکز بدل کړي. په دغو مراسمو کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي وویل، چې د اورګاډي د پټلۍ په ګډون به د ازبکستان په ټولو اقتصادي پروژو کې مرسته کوي.
































