د بنګله دېش هېواد سویل کې په یوه کښتۍ کې د اورلګېدو له کبله ۳۷ کسان وژل شوي او نږدې ۳۰ کسان نور ټپيان شوي دي. د راپورونو له مخې، دغه درې پوړیزه کښتۍ له پلازمېنې ډاکې د بارګونا ښار پر لور روانه وه، چې جالاکتي ښار ته نږدې د سیند په منځ کې پکې اور ولګېد. یو شمېر کسان له کښتۍ د سیند اوبو ته د ټوپوهلو له کبله ډوب شوي دي. په دې اورلګېدنه کې ځینې کسان سخت سوځېدلي او له همدې کبله د مړینې شمېر ډېرېدو اندېښنه ښوول کېږي. د راپورونو له مخې په دې کښتۍ کې لږ تر لږه پنځه سوه کسانو سفر کاوه.
































