امریکا وایي سیمه کې وسله والو ډلو ته د ایران له لوري د وسلو د رسولو مخه نیسي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه تازه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، په وروستیو کې د ایران د وسلو او مهماتو د یوې کېښتۍ نیول کېدو ثابته کړه چې دغه هېواد په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او دوی ته وسلې او مهمات رسوي.
د سرچینې په خبره ایران هڅه کوي په سیمه کې نارامي جوړه کړي او د خلکو ژوند یې تریخ کړی دی. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی د ایران په شاوخوا کې څارنه ډېره کړې ده او له دغه هېواد د وسلو د قاچاق مخه نیسي او پر وړاندې یې اقدامات ډېروي. ایران تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































