د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور وايي، داسې راپورونه لري، چې د افغانستان یو شمېر کانونه د شپې له خوا په نا قانونه ډول کېندل کېږي. شهاب الدین دلاور وايي، په ناقانونه توګه د کانونو ایستنه ملي خیانت دی او له سرغړونکو سره به یې سخت قانوني چلن کېږي. د سروې له مخې، افغانستان څلور زره واړه کانونه لري، چې مالي ارزښت یې تر څلور زره میلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی دی. د اسلام امارت حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو په را ایستلو سره خپل کورني عواید زیات کړي تر څو په مشروطو بهرنیو مرستو خپله تکيه کمه کړي. د صنايعو او کانونو خونې اجرايوي رييس رحيم الله سمندر وايي، په تېرو وختونو کې د کانونو په قاچاق کې سيمه ييز زورواکي، با نفوذه کسان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي ښکېل وو. د پخواني حکومت د کانونو وزارت هم اعلان کړی و، چې په هېواد کې تر ۱۰۰ ډېر کانونه استخراج ته چمتو شوي او خصوصي سکتور ته یې سپارلي دي.
































