د روسیې بهرنیو چارو وزارت مرستیال اولګ سیرومولوتوف ویلي، امریکا پر اسلامي امارت بندیزونو ته دوام ورکوي او د فشار په توګه ترې کار اخلي او په خبره یې دا اقدامات افغانستان کې وضعیت پېچلی کوي. هغه ویلي، امریکا د دې په ځای چې پر خپلو تیروتنو اعتراف وکړي، پر افغانستان فشارونه زیاتوي. نوموړي زیاته کړې ده، چې له نشه یي توکو او ترهګرۍ سره مبارزه په قصدي ډول شاته پرېښودل کېږي.
































