کندهار زرګونو خلکو د استسقاء لمونځ وکړ او د باران ورېدو لپاره یې دعاوې وکړې. د استستقاء لمانځه لپاره د کندهار ښار تر څنګ له نږدې ولسوالیو هم زرګونه خلک، دیني عالمان او د جوماتونو ملا امامان راغلي وو. لمونځ کوونکو ته د اسلامي امارت د مشر شیخ هېبت الله پیغام کې یو ځل بیا د علماوو اختلافاتو مخنیوي غوښتنه وشوه. دیني عالمانو په خپلو خبرو کې د جرمونو د مخنیوي لپاره د حدودو د عملي کولو، د تېر حکومت د معاف شويو کسانو ساتنه، د مالیاتو د کموالي او د حکومتدارۍ د ښه والي په اړه خبرې وشوې.
































