پاکستان په افغانستان کې د یوه لاسپوڅي او کمزوري حکومت د جوړېدو په لټه کې دی. ایرو ایشیا د افغان سولې او په هغه کې د پاکستان د اغېز په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده. په دغه مقاله کې راغلي دي چې پاکستان د مجاهدینو د حکومت د جوړېدو له پیله تر دې دمه په دې لټه کې دی چې په افغانستان کې یو لاسپوڅی نظام موجود وي او د پاکستان فرمایشونه پر ځای کړی شي. ایرو ایشیا لیکي چې اوس د سولې په پروسه کې هم پاکستان ته تر هر څه خپلې ګټې او ستراتيژیک عمق مهم دی او ددې کار لپاره یې کلونه کلونه هڅه کړې چې په افغانستان کې د دوی په خوښه حکومت جوړ شي. سرچینه کاږي چې پاکستان غواړي په دې توګه په سیمه کې د هند پر وړاندې ځان پیاوړی کړي او پر افغانستان ولکه ولري.
































