د کورنیو چارو وزارت اړوند پاسپورت ریاست وایي چې د پاسپورټونو د وېش بهیر یې د درې ورځو لپاره ځنډولی دی. د پاسپورټ ریاست د رسنیو مسوول ویلي چې د راتلونکو ورځو لپاره به د پاسپورټونو د وېش بهیر بند وي. شفیع الله تسل د دغه بهیر ځنډېدو دلایلو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي خو زیاته کړې یې ده چې دا اقدام یې د کورنیو چارو وزارت په لارښوونه کړی دی. د یادونې ده چې تېره شپه د پاسپورټ ریاست سرپرست عالم ګل حقاني په یو ویډیویي پیغام کې ویلي وو چې له دې وروسته به د پاسپورټونو غوښتنلیکونه یوازې په انلاین بڼه ثبتوي او په کاغذي غوښتنلیکونو احکام نه ورکوي.
































