چین د افغانستان د سولې او له دغه هېواد د امریکايي ځواکونو په وتلو کې مهم رول ادا کولی شي. د امنیتي او سیاسي چارو شنونکو د فري ایروپ ګندهارا څانګې ته په خبرو کې ویلي چین په سیمه کې د پراخ نفوذ لرونکی هېواد دی او نه یوازې دا چې له افغان حکومت سره ښې اړیکې لري بلکې له طالبانو سره هم په اړیکه کې دی. ددوی په باور چین کولی شي په افغانستان کې د سولې په راوستو او دغه راز له دې هېواد د امریکایي او بهرنیو ځواکونو په وتلو کې مهم او اغېزناک تمام شي. دوی هیله څرګنده کړې چې امریکا په دې برخه کې له چین مرسته وغواړي او په دې توګه په افغانستان کې د ثبات په ساتلو کې همکاري وکړي.
































