د افغانستان ا.ا د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین د ډیورنډ فرضي کرښې څخه د لیدنې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر کړی دی. نوموړي په ننګرهار کې ګاونډیو هېوادونو ځانګړې توګه له پاکستان سره پر پوله د نظامیانو پر ښه چمتوالي او پیاوړتیا ټینګار کړی دی. په همدې حال کې پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې له افغانستان سره پر کرښه د اغزن سیم پر سر رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده. رسنیو د یو لوړپوړي پاکستاني پلاوي په حواله خبر ورکړی دی چې له طالبانو سره وروستۍ رامنځته شوې ستونزه حل شوې ده او ټینګار شوی دی چې له دې وروسته به ټولې ستونزې د دواړو لوریو پر توافق د مذاکراتو له لارې حل کېږي.
































