په بنګله دېش کې تېره ورځ له مسافرو په یوې ډکې بېړۍ کې د اورلګېدنې له امله رامنځته شوې پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر ۳۹ ته لوړ شوی دی. د فرانسې خبري اژانس ویلي چې تر اوسه د ماشومانو په ګډون د کښتۍ ډېری مسافر لادرکه دي. د سمندري بېړۍ دغه وېروونکې پېښه تېره ورځ سهار وختي پر داسې مهال رامنځته شوې ده چې ډېری مسافر په خواږه خوب ویده وو. راپور کې د بنګله دېشي چارواکو له قوله راغلي چې دا پېښه له پلازمینې ډاکې څخه په ۳۵۰ کیلومتري کې جنوب لورې ته جلکاتي سیمې ته څېرمه رامنځته شوې ده. چارواکو ویلي چې ښایي په پېښه کې د مړه شویو کسانو شمېر تر دې هم ډېر شي ځکه بېړۍ ډېره سوځېدلې ده او پکې سپاره ډېری کسان لا هم تري تم دي.
































