د افغانستان ا.ا عمومي ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې ا.ا د مشرانو شورا او عامه شورا پر جوړلو کار پیل کړی دی. نوموړي ویلي چې دوی یو شمېر دولتي تشکیلات له منځه وړي دي او غواړي چې پر ځای یې د مشرانو او عامه شوراګانې رامنځته کړي. مجاهد زیاته کړې ده چې ملغی شوې ادارې د ا.ا پر اوږو بار وې او د اقتصادي بحران له امله یې د یادو ادارو تشکیلات هم له منځه وړي دي. مجاهد دا څرګندونې وروسته تر هغه کوي چې د امریکا له لوري د افغانستان د ملي شتمنۍ ازادېدو لپاره هڅې ډېرې شوې دي او ډېری کارپوهان پر دې باور دي چې که چېرته لویه جرګه جوړه او په ترڅ کې یې ټول خلک د یادو پیسو د ازادولو غوښتنه وکړي نو ممکن پایلې یې مثبتې او د افغانانو په خیر اوسي.
































