د ښځو د حقونو فعالې او له طالبانو سره د پخواني نظام د مذاکراتي پلاوې غړې حبیبه سرابي په خپلو تازه څرګندونو کې په افغانستان کې د روان وضعیت پړه پر پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وراچولې ده. نوموړې له وال سټریټ ژورنال سره په تازه مرکه کې زیاته کړې ده چې غني یو سرتمبه او توند سړی و. د هغې په خبره همدا لامل دی چې افغانستان اوس له دې وضعیت سره مخ شوی دی. سرابي څرګنده کړې ده چې غني غوښتل طالبان د ده واکمني ومني او دی په رأس کې پاتې شي چې دا ناممکنه وه. د سرابي په خبره، غني د واک لیونۍ مینه لرله او د دې په اصطلاح هغه (عاشق ارګ بود). د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د پخواني نظام د پرځېدو د مسوولیت ګوتې د پخواني ولسمشر اشرف غني لور ته کږې شوې دي او ټول د اوسني بحران مسوول هغه یادوي.
































