په امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر تر ۷۲ زره کسانو واوښت. د وروستیو راپورونو له مخې تر دې دمه ۱۲۳۷۶۳۲ کسان په امریکا کې په کرونا اخته شوي چې له دې ډلې ۷۲۲۷۱ کسه یې مړه شوي دي. په ټوله نړۍ کې بیا د مثبتو پېښو شمېر ۳۷۲۶۷۰۴ ته رسېدلی او د مړو شمېره بیا ۲۵۸۲۹۵ ته رسېدلې ده. تازه امریکايي چارواکي وایي چې ښايي په دغه هېواد کې د مرګ ژوبلې او مثبتو پېښو شمېره نوره هم ډېره شي. تر امریکا وروسته هسپانیا، ایټالیا او برېتانیا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې لري. همدا راز د مړینې شمېره هم تر امریکا وروسته په برېټانیا کې تر ټولو لوړه ده. په برېټانیا کې تر دې دمه ۲۹۴۲۷، په ایټالیا کې ۲۹۳۱۵، په هسپانیه کې ۲۵۶۱۳، په فرانسه کې بیا ۲۵۵۳۱ کسان د کرونا له امله مړه شوي دي.
































