د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن په کابل کې د قزاقستان د سوداګرۍ له وزیر باخیت سلطانوف سره کتلي دي. د یاد وزارت په خبره، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټنیګار کړی دی. سرچینې د سلطانوف له قوله ویلي، چې حکومت به یې له افغانستان سره د بانکي اړیکو پر اسانتیا، د الوتنو بیا ځلې پېل او افغان زدهکوونکو ته په بېلابېلو برخو کې د سکالرشيپونو برابرولو ته دوام ورکړي. همدا راز دواړو لوريو په راتلونکي کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سياسي او اقتصادي اړيکو د لا پراختيا ژمنه هم کړې ده.
































