خلیلزاد یو ځل بیا د پخواني حکومت د سقوط پړه پر اشرف غني او د هغه پر شاوخوا کسانو اچولې ده. خلیلزاد له یوې رسنۍ سره په تازه مرکه کې ویلي، اشرف غني او امرالله صالح په خیالي نړۍ کې ژوند کاوه. دده په وینا دوی هېڅکله په دې باور نه کاوه، چې امریکا به خپل سرتېري له افغانستان وباسي او په خبره یې اشرف غني ډاډه وو، چې امریکای یوازې د سرتېرو د ایستلو تمثیل کوي.
خلیلزاد وایي د دوی دواړو همدې خیالي چلند او د حقایقو نه درک کول ددې سبب شول چې د سولې لارې ته زړه ښه نه کړي او پر ځای یې پر جګړه ټینګار وکړي. خلیلزاد وايي د پخواني حکومت له منځه تلو مسوولیت ټول د اشرف غني او د دوی د ټیم پر غاړه دی، ځکه د افغانستان عیني حقایق یې نه درک کول او پر ځای یې د واک د ساتلو لپاره خیالي نقشو او پلانونو ته پنا وړې وه.
































