د افغانستان روغتیايي بنسټونه وایي د درملو او روغتیايي تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي. په کابل کې د کرونا د ناروغیو پر وړاندې د مبارزې تر ټولو ستر روغتون افغان جاپان وايي چې د کرونا د درملنې او د دې ناروغۍ د تشخیص لپاره د توکو له کمښت سره مخ دي.
ددغه روغتون مسوولین وایي همدا اوس د کرونا د تشخیص کېټونه مخ په خلاصېدو دي او که پر وخت مرستې و نه شي نو له سختو ستونزو سره به مخ شي. ددغه روغتون کارکوونکو پر نړیوالو بنسټونو په تېره د روغتیا پر نړیواله اداره غږ کړی چې په افغانستان کې له کرونا سره د مبارزې لپاره د اړینو تجهیزاتو مرسته وکړي.
چارواکي داسې مهال د توکو د کمښت خبره کوي چې په نړۍ کې د کرونا نوې بڼه اومیکرون د چټکې پراختیا په حال کې ده.
































