پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي په هېواد کې روانه جګړه د افغانانو په زیان او د پردیو په ګټه ده. نوموړي په یوه خپره کې اعلامیه کې په هېواد کې پر روان وضعیت او جګړه اندېښنه ښودلې او په خبره یې ددې وخت دی چې ژر تر ژره دغه جګړه د خبرو له لارې ختمه شي. نوموړي زیاته کړې چې اوسنی روان وضعیت د سولې له هڅو سره په ټکر کې دی، جګړه شدیده ده چې ګټه یې پردیو او زیان یې افغانانو ته اوړي. نوموړي پر ښکېلو لورو غږ کړی چې ورور وژنې ته د پای ټکی کېږدي، ژر تر ژره د مذاکراتو لار خپله کړي او دلته د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره سولې ته سره ورسېږي. حامد کرزي په اوسنیو شرایطو کې د جګړې درېدل او سوله تر هر څه مهم بللي دي.
































