د خیبرپښتونخوا په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو پر یوه پوسته د وسله والو په برید کې پنځه پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. د پاکستان پوځ ویلي چې دا پېښه د وزیرستان په شیوا تحصیل سیمه کې رامنځته شوې ده چې په پایله کې یې دوه پوځیان وژل شوي او درې نور سخت ټپیان شوي دي. پوځ ویلي چې وسله وال تر برید وروسته د پېښې له ځایه په تېښته بریالي شوي دي. تر اوسه پورې د یاد برید پړه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو وړاندې تر دې د ورته ډېریو پېښو مسوولیت د پاکستاني طالبانو تحریک منلی دی.
































